د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو دکاندیدانو دو همه مناظره ؛د اسلامی انقلاب دسترخوان د هیواد د ټولوخلکو لپاره دی

Pashto Radio 48 views

 د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاو د انتخاباتو کاندیدانو ترمنیځ د سیالۍ دوهمه ټيلیویژني مناظره پرون یعني د غبرګولې د نولسمې نیټې په مازدیګر پنځه د ایران د ریډیو او ټيلیویژن د ادارې په  سیزده طبقې نومې ودانۍ کې درې بجې پیل شوه او تر درو ساعتونو پورې ئې دوام درلود. په دغې مناظرې کې کاندیدانو  خپل پروګرامونه  ولس ته وړاندې کړل . دغه مناظره ، د عمومي  ټولنې د مشکلاتو ،ځوانانو د چارو ، سیاسی موضوعګانو اودغه راز سیمه ایزو او نړیوالو مناسباتو ته بیله وه .په دغې دوهمې مناظرې کې هم د هر یوه کاندید لپاره څو څو منټه وخت مخصوص ؤ او دغه راز  ئې مختلفو پوښتنو ته ځوابونه ووئيل .کاندیدانو پخپلو څرګندونو کې ووئيل ، د اسلامی انقلاب دسترخوان د هیواد د ټولو خلکو لپاره دی .  د ایران اقتصاد په دې سربیره چې له داخل سره اړه لري ،باید له خارج سره هم وصل شي او دا هماغه مقاومتي اقتصاد دی .

دوي  دغه راز وویل د واک دننه اصلاح د اقدام او د بدلون د حکومت پروګرام دی ، په هوشمندانه فیصلې سره په انتخاباتو کښې ګډون، د رایو له صندوقونو د غوسه کیدا ځاې ناستی کړئ .د ولسمشرۍ د کاندیدانو په ځاې کښې باید حتما مسائیل په لویه بڼه نه، بلکې په اقلیمي توګه وپيژندل شي او معلومه شي چې په کومې برخې کښې څه مشکل شته او کومه حل لاره لري او داسې قدرت او وس  وي چې مسله حل کاندي .

 ددغې مناظرې یوه برخه چې  هر یوه کاندید خپل پروګرامونه  وړاندې کړي ،ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .

Add Comments